پېښور 24 نومبر(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد د پېښور نه تر كراچۍ د رحمان بابا اېكسپريس رېل ګاډې د چلولو اعلان كولو سره وئيلي دي په رېلوے كښې كار نه كوٶنكې به د ملازمت نه اخوا كولې شي ٬ مونږ په سلو ??رځو كښې لس رېل ګاډې چلول پېل كړې٬ رېلوے د اصل حالت بحالي او اولس له آسانۍ وركول ته اول پام لرنه كوو ٬ رېلوے كښې دې خلقو له په مېرټ نوكرۍ وركړې شي٬ د رېلوے د زيان ختمولو ??پاره هڅې كوٶ، کمېشن اخستونكو قبضه ګرو رېلوے تباه كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې د خبرې كنفرنس په مهال وكړه ٬ شېخ رشید احمد ووئيل د پېښور نه تر ټېسلا به سفاري رېل ګاډې او د دسمبر په پائي كښې به د كراچۍ نه تر پېښور نوې رحمان بابا اېكسپرېس لپاره پل??ۍ جوړولې شي۔ ده و??ئيل رېلوے سره په 16 كالو ??ښې 69 لوكو موټوز خراب پراته و?? كوم چې فېرنګيانو په ډالۍ كښې راكړې وٶ۔ ده و??ئيل د كراچۍ نه تر پېښور به نوې رېلوے لائن جوړوو۔ ده و??ئيل په كور ناسته تنخاګانې اخستوونكي 600 كسان د ملازمت نه اخوا كړې شوې٬ د رېلوے روغتون په نجي تحويل كښې د وركولو ??ړاندېز مو وركړې ۔ وفاقې وزير ووئيل د رېلوے پوليس نه دې ختم كړې شوې٬ روسيې ٬ المان او چين د سركلر ټرېن چلولو ??پاره خوشي څرګنده كړې٬ خو زمونږ ترجيح چين دے ٬ ده و??ئېل د دې منصوبې پرېكړه وزیراعظم عمران خان له كول دي٬ كه د خېبر پښ??ون??وا حكومت د دې پرېكړه و??ړه نو مرسته به ئې كوٶ