اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي چې پاکستان د بېلا بېلو پرمختيائي هلو ځلو د لارې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ هڅو لپا??ه د كردار لوبولو عزم لري٬ د افغانستان پرمختګ د پاكستان پرمختګ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نه?? په ورځ د افغانستان د بيا رغونې او بحالۍ لپا??ه د كمېټۍ د غونډه مشرۍ په مهال وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر علي رضا بھټه او د اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو۔ خسرو بختیار ووئيل پاکستان په كال 2001 كښې د افغانستان بيا رغونې او بحالۍ لپاره پروګرام “ريليف پېكج” اجراء كړې ٶ٬ دې مقصد لپا??ه د لس كروړه ډالرو د ګرانټ لوظ شوې ٶ كوم چ?? په كال 2016 كښې زر مېليونه ډالرو ته رسولې شوې۔ ده ووئيل د كال 13-2002 څخه په افغانستان كښ?? په 14منصوبو عملدرآمد شوې چې پكښې روغتونونه٬ هاسټلونه جوړول ٬ افغان زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركول او د طورخم جلال آباد سړك جوړول شامل دي۔ د 32.45 اربه روپو په لګښت دغه منصوبې ترسره كړې شوې دي۔