اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) د تعليم او وظيفائي تربيې وفاقي و??ير شفقت محم??د وئيلي دي د ډائرېكټورېټ جنرل آف سپېشل اېجوكېشن هڅې د ستائنې وړ دي كوم چې د معذوره ماشومانو تعليم ٬ تربيې او بحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده دا خبرې د ډائرېكټورېټ جنرال آف سپېشل ايجوكېشن تر سېوري لاندې په پي اېن سي اے كښې د خاص كسانو ورځې په مناسبت دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ په دستوره كښې وفاقي و??ير د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔وفاقي و??ير ووئيل د معذوره كسانو والدېنو ته هم د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم څوك چې په سختو حالاتو كښې هم د دې ماشومانو د پالنې فريضه ترسره كوي۔ ده ووئيل حكومت ??ه د دې خبرې باوري كولو پور?? هڅه كوي چې د ټول هېواد ودانۍ د اېكسسبېلټي كوډ لمخې خصوصي كسانو لپاره د رسنې جوګه كړې شي۔ په دستوره كښې د سپېشل اېجوكېشن ډائرېكټر جنرل عشرت مسع??د وفاقي و??ير د سپېشل اېجوكېشن ډائرېكټورېټ او د دې تر سېوري لاندې د كار كوؤنكو ادارو په اړه خبر كړو۔ په دستوره كښې د وظيفائي تعليم پارلماني سېكترې وجيهه اكرم او نورو هم ګډون وكړو۔ وفاقي و??ير او پارلماني سېكترې خاص ماشومانو سره وخت تېر كړو او ورسره ئې عكسون هم وويستل۔ وفاقي و??ير په دستوره كښې د خاص ماشومانو لخوا وړاندې كړې شوې ټېبلو ٬ ملي نغمې او خاكې وستائلې۔ په دې موقع بېلا بېل سټالونه هم لګولې شوې وو د كومو چې وفاقي و??ير څارنه هم وكړه۔ دستورې ته خپله وېنا كښې عشرت مسع??د ووئيل سپېشل اېجوكېشن په دې وخت كښې څلور ادارې او د تربيې مركزونه چلوي۔ د 18 م بدلون نه پ?? د دې اختيار تر اسلام آباد محدود شوې۔ په دې مركزونو كښې ماشومانو ته د نرسري نه تر اېف اے د تعليم او د سفر وېړيا آسانۍ وركولې شي