کابل ۔ 15 دسمبر (اے پی پی) پاكستان او افغانستان خپلو كښې تجارتي ٬ سياسي او كلتوري اړيكې مخ په وړاندې بوتللو ته صلا شوي دي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ دا صلا كابل كښی د درې اړخيزه غونډې په مهال د خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان اولس مشر اشرف غني سره ملاقات ??ښې راغله۔ د ملاقات ??ه مهال د دوه اړخيزه اړيكو لا غوره ??وړولو په شمول په نورو مهمو سيمې ايزو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ افغان اولس مشر د افغان مفاهمتي عمل په لړ كښې مذاكراتو كښې په ګډون كولو او د مرستې په باور وركولو د شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل د درې اړخيزه مذاكراتي فورم سره ??ابطو ته وده وركولو او منطقه كښې امن او استحكام په ځائې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ افغانستان كښې امن او استحكام به نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي۔ خارجه وزير د مذاكرات?? غونډې په غوره ډول كولو د افغان اولس مشر اشرف غني مننه وكړه۔