اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر عامر محمود کیاني پمز روغتون كښې د نجي ټي ??ي كېمرمېن عيادت كړې ٬ په دې موقع د اسلام آباد په جي سېون تهري سېكټر كښې د ډسپنسرۍ هم دوره وركړه او د ډاكټر په غېر م??جو??ګۍ ئې د خفګان څرګندونه كولو سره د ډاكټر په ضد د محكمانه كاروائې امر وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير اي ډي ته امر وكړٶ چې د روغتونونو د عملې حاضري باوري كړي او په دې لړ كښې به بې غوري ونه كړي۔ د دې نه وړا??دې وفاقي وزير پمز روغتون كښې د نجي ټي ??ي كېمره مېن سید وا??د علي تپوس پوښتنه وكړه۔ د يادونې وړ ده تېره ورځ د نواز شريف ګن مېن د سماء ټي وي په خبريال تشدد كولو سره ژوبل كړې ؤ ۔ وفاقي وزير د روعتون عملې ته امر وكړو چې سيد وا??د علي ته د درملنې غوره آسانۍ وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د صحافت په آزادۍ باور لري او مونږ د دې تشدد غندنه كوٶ