اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی) د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار سره د رېلوے وفاقي وزير ش??خ رشيد احمد ملاقات كړی چې پكښې د پینډۍ لئی ايكسپرېس وے٬فلډ چينل پراجېكټ منصوبه بندۍ او تعمير٬د پرمختيائي پروژو او امن او امان صورتحال پشمول په نورو چارو غور وشو۔د رېلوے وفاقي وزير ش??خ رشيد احمد په پینډۍ ښار كښې د پنجاب فوډ اتهارټي بلا جواز كاروائيو په اړه ?? كاروباري حلقو ګيلو څخه اعلٰی وزير خبر كړو۔د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار د پینډۍ د ستونزو زر لرې كولو له باور وركړو او(نن)يې د خالي په ورځ اړوند سېكتر راغوښت۔په اعلٰی كچ غونډه كښې به ش??خ رشيد احمد هم ګډون كوي۔د پنجاب اعلٰی وزير عثمان بزدار د پاسكتان رېلوے خسارې څخه ويستلو لپاره د رېلوے وزير د هڅو ستائنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان تېره مياشت ش??خ رشيد احمد د ناله لئي ايكسپريس وے او فلډ چينل پراجېكټ فوكل پرسن مقرر كړے ؤ ۔په دې لړ كښې ش??خ رشيد احمد د ناله لئی پروژه په كال 2002 كښې پیل ك??ی وه او د دغې نه پس راتلونكو حكومتونو هغه بنده كړی وه۔په دې پروژه ابتدائي لګښت 18 اربه روپۍ وو٬د دې پروژې له مخې به د ناله لئی دواړه ??ړخو ته سګنل فري سړكونه جوړولې شي۔ دې سره به د پینډۍ او اسلام آباد ترمينځه ټرافېكي مسائل حل كولو له مرسته ترلاسه شي۔دې پروژې سره د ناله لئی له امله په پینډۍ كښې د راتلونكي سېلاب مخ نيوې به ممكن شي