دندلی /تته پانی۔ 09 م??رچ (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي تته پاني څخه تر منګله او چړي كوټ څخه تر كوهاله سيمه د پاكستان دفاعي قلعه ده او په لائن آف كنټرول وسېدونكي 5 لكه 40 زره وګړي د پاكستان بې وردۍ سپاهيان دي۔ د هندي ځواك د ګولو ښكار شوي او ځپلې شوي به بې آسرې پرېښودلې نه شي۔ د حكومتي چارواكي او انتظاميه به يو يو وګړي ته ځان رسوي او د دوئي خيال ساتلو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ تته پاني او دندلي كښې د كنټرول لائن ځپليو غونډې ته خطاب كښې ده ??وئيل د پاکستان ددفاع او سلامتيا په ضد د دښمن هر سازش به ناكامه كولې شي۔ ده ??وئيل د پاك پوځ يو سپاهي د دشمن د ټول پوځ نه زيات قوي دې ځكه چې دې جذبې سره جنګ كوي او وطن لپاره د ځان قرباني وركول دې خپله كاميابي ګڼي۔ ده ??وئيل داسې جذبې ته څوك ماتې وركولې نه شي۔ ده ??وئيل هند د پلوامه پېښې څخه وروستو په پاكستان د دروغو تورونو لګولو سره بريد وكړو د كومې چې پاكستان مجبوراً ځواب وركړو۔ ده ??وئيل په كوم ډول چې پاكستان ځواب وركړو هغې ټوله نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات كړو۔ د پاكستان د ځواب نه وروستو د هندي ځواك افسر په دې وئيلو مجبور شو چې د پاكستان پوځ يو پې??ه ور پوځ دے۔ ده ??وئيل د پاكستان او آ ز??د كشمير اولس يو موټي دي او خپلو ځواكونو سره سم ولاړ دي۔ ده ??وئيل مونږ د نبي كريم (ص) اتباع كوؤنكې يوو او د هغه په مبارك سنت روان يو۔ چا چې د يو څو سوؤنو مجاهدينو په مرسته د زرګونو په شمېر لښكرو ته ماتې وركړې وه۔ ده ??ه دې مهال د پاك پوځ د مړانې او د هغوي د قربانيو او سخت محنت هم ستائنه وكړه۔