لنډی کو تل?? 16 مارچ(اے پی پی) ?? خېبر ټرائبل ضلعې سب تحصيل ملاګوري كښې دمذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د پل د بنياد تيګه كېښودله۔ په دې اړه د ذريعو وېنا ده چې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په خېبر ضلع كښې مو كه لوئے څښتن ته منظور وي د پرمختيائي كارونو پېل نن د ملاګوري پل بنياد اېښودو سره كړې دې۔ ده ووئيل خپل دور كښې به ?? خېبر ضلعې په ټولو سيمو كښې ريكارډ پرمختيائي منصوبې ترسره كوو او سباؤن كښی به هم ډېر زر په سترو منصوبو كار پېل كولې شي چې ??رسره به سيمه كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل د اولسي مسئلو حل له مو ټول عمري په هر فورم غږ پورته كړې دې دغسې چې د اولس ستونزې كمې كړې شي۔