اسلام آباد 23 مارچ(اے پی پی) د قرارداد پاكستان 79 كلونو په بشپړ كېدو د پاكستان ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې ??وه او ددې عزم پخلې وكړې شو چې د قرارداد پاكستان په رڼا كښې به خپل هېواد ستر هېواد جوړوو۔ د پاكستان ورځې مركزي دستوره پرېډ ګراؤنډ كښې سحر9 بجې پېل شوه په كومه كښې چې د درې واړو وسله والو ځواكونو چمتو ډلو د ګډې پرېډ كښې برخه واخسته۔ د دستورې خاص مېلمه ??ولس مشر ډاكټر عارف علوي او اعزازي مېلمه ?? ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد وو۔ دستوره كښی د وزیراعظم عمران خان ، سروسز چیفس، وفاقی وزيرانو اوغېر ملكي سفارتكارو سره سره لوئې شمېر نورو مېلمنو ګډون وكړو۔ په دې مهال ګرد هېواد كښې عامه ??خصتي وه۔ ايوان صدر كښې هم په دې ورځ يوه خاص دستوره وكړې شوه۔ په كومه كښې چې بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو مهمو شخصياتو ته اعزازونه وركړې شول۔ دې سره سره د ورځې پېل وفاقي پلازمينه كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشو۔ د پاكستان ورځې په مهال د اولس مشر او وزيراعظم په شمول د مهمو شخصياتو پېغامونه او ورځپاڼو او ټي وي چېنلز د پاكستان ورځې په اړه خاص اېډيشن او پروګرامونه نشر او ټېلې كاسټ كړې شول۔ دا خبره دې ياده وي چې د نن نه 79 كاله وړاندې په كال 1940ء كښې د موجوده مينار پاكستان په ځائې قرارداد پاكستان منظو?? كړې شوې وو۔ په دې مهال ټول هېواد كښې عامه ??خصتي وه۔ بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز او سفارتخانو كښې هم د پاكستان ورځې مناسبت سره خاص دستورې وشوې كومو كښې چې د اولس مشر او وزيراعظم پېغامونه واورولې ??ول۔ ددې ورځې په مهال د قائد محمد علي جناح او علامه محمد اقبال په مزارونو د ګارډز بدلون دستوره هم وشوه۔ دغسې د مهمو شخصياتو به مزارونو د ګلونو څادرونه واچولې ??ول او د هېواد سلامتيا او سوكالۍ له دعاګانې وغوښتلې ??وې۔ سری نګر كښې هم دا ورځ ولمانځلې ??وه۔ دغسې په آزاد كشمير كښې هم د پاكستان ورځ جوش او جذبې سره لمانځلو اهتمام وكړې شو