ېښور ۔24مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا د اطلاعاتو او خپرونو وزير شوکت علی یوسفزئی وئيلي دي بي آر ټي د وياړ وړ منصوبه ده ك??مه به چې د پېښور پرمختګ له سنګ ميل ثابت شي۔ د بی آر ټی په مصرف كښې كوم زياوالې نه دې شوې۔ په دې 29 ارب روب?? مصرف كولې شي ولې پروپېګنډا دا كولې شي چې دا د 70 اربه روپو منصوبه ده۔ لاهور بی آر ټی ډېره موده وړاندې جوړه شوې كله چې د ډالر رېټ كم وو ولې نن د ډالر رېټ زيات شوې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د بي آر ټي نوې جوړ شويو سټېشنونو ناڅاپي دورې كولو په مهال وكړه۔ ده په سټېشنونو د موجوده آسانيو جاج واخست۔ دې هغه سټېشنونو ته هم لاړو په ك??مو چې كار روان دې۔ ده ووئيل د پېښور اولس د بي آر ټي منصوبې لامله زياتو ستونزو سره مخ شوې ولې سباؤن كښې به دا منصوبه د عامو وګړو په ګټه وي۔ اعتراض هغوي كوي چا چې پېښور ته ك??مه منصوبه وركړې نه ده۔ ده ووئيل علی وزير محمود خان به د بي آر ټي منصوبې پايې ته په رسېدو پرانسته ك??ي۔ دا به پېښور او خېبر پختونخوا ??پاره ګېم چېنجر منصوبه ثابت شي۔