اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزارت د نو?? مالي كال په وفاقي بجټ كښې د پنشنريانو په پنشن كښې د لس فيصده اضافې منظوري وركړې ده۔ اے پي پي سره ته د تر لاسه مېمورنډم له مخې اولسمشر په وفاقي بجټ كښې د پنشنريانو په پنشن كښې د لس فيصده اضافې منظوري وركړې ده چې اط??اق به ئې د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 څخه كېږي۔ د لس فيصده اضافې اط??اق به د وفاقي حكومت د ټو??و سول ريټائرډ ملازمانو پشمول د ډيفنس پنشن اخستونكو سول ملازمانو ٬ د وسله والو ځواكونو او د سول آرمډ فورسز په ريټائرډ ملازمانو يو۔ د مېمورنډم له مخې د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 يا د دې نه پس ريټائر شويو ملازمانو د جولائي څلورمې نيټې كال 2011 د خزانې وزارت د اعلاميې له مخې 15 فيصده٬ د جولائي په 7مه نيټه كال 2015 د جاري شوي اعلاميې له مخې 7.5 فيصده٬ د جولائي په وړومبۍ نيټه كال 2016 د جاري شوې نو??يفيكېشن له مخې لس فيصده٬ د جولائي په درېمه نيټه كال 2017 د جاري شوې اعلاميې له مخې لس فيصده او د جولائي په درېمه نيټه كال 2018 د جاري شوې اعلاميې له مخې لس فيصده اضافې اط??اق به هم كېدې شي٬ د اوسنې لس فيصده اضافې اط??اق به د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 يا د دې نه پس په ريټائر شوې ملازمانو هم كېږي