واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د د نړيوال مالياتي فنډ﴿ آئي اېم اېف﴾ لنډ مهاله منېجنګ ډائ??ېك??ر ډيوډ لېپټن د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د مېنځني ختځ او مېنځنې اسيا ډائ??ېك??ر جيهاد آزور او د فنډ اېګزېكټو ډائ??ېك??ر جعفر مجرد او د منېجنګ ډائ??ېك??ر چيف آف سټاف الفريد كمېر هم ده سره وو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ خارجه سېكتر سهېل محمود او د پاكستان سفير اسد ??جي?? د وزيراعظم مرسته وكړه۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم په پراختيا فنډ ﴿ اي اېف اېف﴾ په منظورې د آئي اېم اېف د بورډ آف ډائ??ېك??ر مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د آئي اېم اېف پروګرام له مخې په اصلاحاتو عملدرآمد سره به په اقتصادي استحكام او د اقتصادي پرمختګ په بحالې كښې مرسته وشي۔ وزيراعظم د مېكرو اكنامك او ډهانچه جاتي چېلنجونو حل لپاره د ټولو ضروري اقداماتو كولو د خپل حكومت د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په غريب طبقه د اصلاحاتي عمل ابتدائي منفي اثرات كمولو لپاره حكومت پوخ عزم لري او دې لپاره حكومت د سماجي څانګو او د سماجي تحفظ اقداماتو پشمول احساس پروګرامونو لپاره فنډ زيات كړے۔ ډېوډ لېپټن معيشت مستحكم كولو لپاره د حكومت د بېلا بېلو اقدماتو اعتراف وكړو۔ ده د اصلاحاتو عملي كولو د لړې په اهميت زور راوړو چې دغسې د آئي اېم اېف د پروګرام څخه بشپړه استفاده وكړې شي۔ منېجنګ ډائرېكر وزيراعظم عمران خان ته په پاكستان كښې د اصلاحاتي عملدارې عمل لپاره د مرستې روانې ساتلو باور وركړو۔