اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل په مقبوضه كشمير كښې د هند د قابض ځواكونو د انسانيت سوز ظلمونو په ډاګه كولو لپاره په ج??ېوا كښې د چلېدونكي پاكستاني كمپائن په ضد په سوشل مېډيا بې بنسټه پېغامات په سختې سره رد كړي دي۔ د نهې په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند په سوشل مېډيا داسې پېغامات رد كولو سره ووئيل چې د د هند د قابض ځواكونو د انسانيت سوز ظلمونو په ډاګه كولو لپاره په ج??ېوا كښې د چلېدونكي پاكستاني كمپائن په ضد يوه ناوړه هڅه ده۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د څلورم اګست نه د نافذ كرفيو نه پس دا صورتحال ډېر خراب دے۔ وياند د بېلا بېلو منطقو د پنځوسو نه د زياتو هېوادونو شريكه اعلاميه په ډاګه كولو سره ووئيل چې په دې اعلاميه كښې د هند نه غوښتنه شوې هغهه دې په سمدستي توګه په كشمير كښې كرفيو او لاك ډاؤن ختم كړي٬ د پېلټ ګنز پشمول د طاقت استعمال دې بند كړې شي٬ ټول سياسي بنديان دې په سمدستي توګه خوشي كړې شي او په كال 19-2018م كښې د جمو او كشمير په اړه دې د ملګرو ملتونو د راپورونو په وړاندېزونو عمل وكړې شي۔ وياند واضحه كړه چې ?? بشري حقونو هائي كمشنر په مقبوضه ج??و كشمير كښې ?? بشري حقونو په اوسني صورتحال سخته اندېښنه ښودلې۔ ?? بشري حقونو كونسل تر نن په غونډه كښې په دې لړ كښې كومه رائې شماري نه ده كړې۔ په دې لړ كښې هر ډول كېدونكي قياسونه غلط٬ بې بنسټه او د ځان نه ج??ړ شوي دي۔ وياند ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو ستونزې ختمولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ ده ووئيل چې ?? بشري حقونو په كونسل كښې په كشمير حقائق تسليمول ?? پاكستا?? د ??څو اعتراف دے او پاكستان به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې دا معامله په پوره قوت سره پورته كوي