اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي په نړيواله كچه د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كولو لپاره د پاكستان او تركيې مېډيا ترمينځه مرستې ته اړتيا ده۔دې د زيارت په ورځ د تركيې سفير مصطفٰی يردكل سره خبرې كولې چا چې دې سره اسلام آباد كښې ليدل۔دې وو??يل د اسلامي نړۍ درېو لارښودو طيب اردوان٬مهاتير محمد او د وزيراعظم عمران خان ترمينځه د شوو خبرو اترو له مخې زمونږ د لويې م??هب په ضد غلط فهمۍ لرې كېدو ته اړتيا ده٬د تركيې اولس مشر رجب طيب ارودان د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د كشمير مسئلې په اړه د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولې دے ۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان د كشمير شخړې مستقل حل له په اصولي مؤقف او مرسته د پاكستان د اړخه د تركيې مننه وكړه۔دې وو??يل پاكستان او تركيه يو بل سره د ورورولۍ٬مذهبي او كلتوري اړيكې لري٬دې وو??يل پاكستان تركيه خپل نزدې ملګرې ګڼ??۔دې د دواړو هېوادونو ترمينځه په كلتوري تبادله٬اولسي كچ رابطو ته د ودې وركولو سره سره د يو بل اقدارو او كلتور ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔دې وو??يل د دواړو هېوادونو خبريالان بايد د يو بل څخه استفاده وكړي۔دې وو??يل پاكستان تركيې ته د سېلګرۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ وړاندېز كوي۔دې وو??يل د ترك??ې كمپنۍ لپاره په پاكستان كښې په ګڼ?? څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې شته۔د تركيې سفير په اوسني زلزله كښې پھ شوي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه او خاص مرستيالې ته يې وو??يل د زلزلې نه پس د اېن ډي اېم اے سره رابطه شوې او ځپليو لپاره د مرستې وړاندېز شوې۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان د تركيې سف??ر د اړخه د ځپليو د مرستې په وړاندېز مننه وكړه