اسلام آ??اد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د جمعې په ورځ ترك اولس مشر رجب طيب اردوان سره ټېلي فوني تماس نيولې او د پاكستان لخوا ئې تركيه سره د يوالي څرګندونه كولو سره د مرستې باور وركړې۔ وزيراعظم وو??يل چې د ترهګرۍ په اړه د تركيې په تحفظاتو په بشپړه توګه پوهېږو۔ ده وو??يل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قربانۍ وركړې دي او د لسيزو راهسې د 30 لكه نه د زياتو كډوالو بوج برداشت كوي۔ ده وو??يل پاكستان د تركيه چې 40 زره وګړي ئې ترهګرۍ لمينځه وړلې دي رامخې ته خطرو او چېلنجونو نه په بشپړه توګه خبر دے۔ ده وو??يل پاكستان لكه د تل پشان تركيه سره د يوالي څرګندونه كولو سره د خپل اړخه د بشپړه ملاتړ باور وركوي۔ ده وو??يل مونږ لاس په دعا يو چې تركيه د سوريې صورتحال په سوله ايز ډول حال كولو كښې كاميابه شي۔ منطقه كښې د سلامتيا او سيمه ايز استحكا?? هلې ځلې هم كاميابۍ سره ترسره شي۔ وزيراعظم وو??يل چې د پاكستان حكومت او اولس د تركيه د اولس مشر رجب طيب اردوان راتلونكې مياشت د پاكستان دورې سترګې په لار دي