اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ايران خپل هم څنګ حسن روحاني سره په پايه تحت باكو كښې ملاقات كړی۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې اولس مشر د ايران خپل هم څنګ سره پخ خېبرو كښې ووئيل پاكستان ايران يو ښه هېواد ګڼي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د 900 كلوميټره څخه زياته شريكه پوله وجود لري ۔ده ووئيل پاكستان او ايران كښې په ا??لس?? كچه رابطو سره دوه اړخيزه د ملګرتيا اړيكو لا توقيت موندې۔دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته د لا ودې وركولو لپاره د تجارتي صلاحيت څخه په بشپړه توګه استفاده كول پكار دي۔اولس مشر د ايران خپل هم څنګ د هند لخوا په مقبوضه جمو او ??شم??ر كښې د مسلسل لاك ډاؤن او بشري حقونو خلاف ورزو خبر كړو۔اولس مشر د مقبوضه جمو او ??شم??ر بې ګناه اولس په پرله پسې ملاتړ د ايران د مشرتابه مننه وكړه۔د يا??ونې وړ ده اولس مشر د غېر وابسته تحريك 18مه مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره د آذربائيجان پايه تحت باكو ته تللې دے