اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قائمه كمېټۍ چيئرمېن رياض فتيانه وئيلي دي د معاشي او عدالتي انصاف وركرې پشمول د اقليتونو حقونو تحفظ باوري كولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پام كوي۔ ناانصافي ختمولو سره به مساوات او د آئين برلاسي ته وده وركول وي۔ د عدالتي اصلاحاتو په شمول ټولو څانګو كښې ري سټركچرنګ سره ادارو كښې اولس دوسته قاعدې او ضابطې معارفي كوؤ۔ د منځومانې او بې وزله طبقې نمائندګي اصل جمهوريت دے۔ هر وګړي ته بايد د هغه د اهليت ترمخه ذمه واري وركړې شي۔ پارلېمنټ كښې د بېلو څانګو نمائندګي باوري كولو له ضروري ده چې د پروفېشنل کوټې بېلې چوكۍ خاص كولو له قانون سازي وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اے پي پي دورې په مهال خپلو خاص خبرو كښې وكړه۔ ده وو??يل د هېواد په سياست كښې د مډل كلاس او بې وزله طبقې بايد كردار وي۔ سیاستمدار پارليماني غړي پالېسۍ جوړوي او په بېورو كرېسي دا عملي كوي۔ ځكه سياستمدار بايد قانون څخه واقف وي۔ ده وو??يل مونږ له به د اولسي ګيلو په سمدستي توګه لرې كولو له طبقاتي فرق او احساس كمتري ختمول وي۔ ده وو??يل د معاشي او عدالتي انصاف وركرې په شمول د اقليتونو حقونو تحفظ باوري كولو ته حكومت تر ټولو وړومبې پام كوي او د ناانصافي ختمولو سره به مساوات او د آئين برلاسي ته وده وركول وي۔ د عدالتي اصلاحاتو په شمول ټولو څانګو كښې ري سټركچرنګ ته وده وركولو سره ادارو كښې اولس دوسته قاعدې او ضابطې معارفي كوؤ۔ ده وو??يل آئين كښې د هر وګړي د بشري حقونو تعين شته ولې په دې قانون عملدرآمد څخه عام وګړي خبر نه دي۔ ده وو??يل د حضرت محمد (ص) د آخري حج خطبه د بشري حقونو اولنې منشور دے په كوم كښې چې د عدل او انصاف ٬ خېر ښېګړې او زغم درس وركړې شوې او مونږ له به په دې عمل كولو سره پاكستان د پرمختګ په لاره روانول وي۔ ده وو??ېل د پاكستان په آئين كښې د زده كړې ٬ روغتيا او د خوراك تحفظ ذمه واري د رياست ده۔ حكومت د دې ذمه وارو تر??ره كولو عزم لرې۔ موجوده حكومت 50 زره انډر ګرېجوېټ ځوانانو ته وظيفې وركړې او ځوانانو ته په آسانو شرطونو قرض وركولو له 100 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ رياض پتيانه وو??يل هېواد به اسلامي فلاحي رياست جوړوؤ۔ ده وو??يل پخوا پرائیویټ میډیا هائوس ته ذاتي تشهير لپاره 50 اربه روپۍ وركړې شوې كومې چې موجوده حكومت نه وركوي۔ ریاض فتیانه وو??يل په هېواد كښې زيات مقدا غنم موجود دي په دې اړه پروپېګنډه كولې شي۔ د روپۍ قدر پرېوتو سره ګراني زياته شوې۔ اوس د روپۍ قدر مستحكم شوې او د ډالر قيمت به هم ډېر زر كم شي۔ ده وو??يل اسلام كښې د عشر او زكوة د لارې مالدارو څخه بې وزلو ته یپسه منتقل كړې كېږي ٬ دغسې ټول خلق بايد ټېكس وركړي۔ ده وو??يل مونږ له به د عدليه په شمول ټولو ادارو كښې اصلاحات كول وي۔ ده وو??يل اهل وګړي له د مناسبې ذمه وارۍ وركولو سره پاكستان 5 كاله كښې معاشي طاقت جوړېدې شي۔ ده وو??يل د بار اېسوسي اېشن ټاكنو موده بايد درې كاله وي دغسې چې وكيلان په فعاله ډول عدالتونو كښې مقدمې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده وو??يل دا مهال د مېرمنو په اړه 100 او د كوچنيانو په اړه 40 قانونونه موجود دي۔ د كوچنيانو په اړه د قانونونو انضمام له د محمود بشير ورك په مشرۍ كښې يوه كمېټي كار كوي۔ ده وو??يل د زياتره سركاري محكمو قاعدې او ضابطې نشته ٬ په دې اړه 100 څخه زيات بلونه قامي اسمبلۍ ته وړااندې كړې شوي۔ ده وو??ېل ټولې اړوندې سركاري ادارې بايد خپلې قاعدې او ضابطې پارلېمنټ ته وړاندې كړي او د پارليماني تګلارې له مخې د دغ?? منظوري واخستې شي او هر درې كاله پس دغ?? ته بيا كتنه وكړي۔ ”اے پی پی” سره خبرو كښې ده وو??يل د فاټا انضمام څخه وروستو قامی اسمبلۍ د خېبرپختونخوا د قامی اسمبلۍ 12 او صوبائی اسمبلۍ 24 چوكو زياتولو منظوري وركړې۔ اوس دا بل سېنېټ سره دے ۔ ده وو??يل مونږ د احتساب نظام لا مضبوطول غواړو۔ مونږ غواړو چې كرپټ كسان ونيولې شي او كوم وګړې په ناجائزه توګه پرېشانه نه كړې شي۔ ده وو??يل مونږ له به علم ته زيات پام كول وي۔ د قامې اسمبلۍ غړي وو??يل د انساني وسائلو پرمختګ د وزيراعظم وژن دے۔ په دې لړ كښې ځوانانو ته د کمپیوټر ټېکنالوجی په شمول د نوې ټېكنالوجي تر??يه وركولې شي۔ ده وو??يل د طلباﺀ يونين ټاكنې بايد په غېر سياسي بنيادونو وكړې شي او په دې لړ كښې به مونږ له تعليمي ادارو كښې د وسلې كلتور ختمول وي