اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د قانون او ا??صاف وزارت ته امر كړې چې د وفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمې (فاټا) په مركزي چوكاټ كښې راوستو لپاره دې قانون سازي او ا??تظامي اقدامات ګړندي كړې شي٬ دغسې چې د قبائيلي سيمو ا??لس له د هېواد د نورو سيمو د اولس سره برابر بنيادي حقونه وركړ?? شي٬ د اصلاحاتو بنيادي مقصد د فاټا وګړو ژوند ښه كول دي ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې د جمعې په ورځ د فاټا اصلحات په حقله د غونډۍ ??شرۍ په مهال وكړې ۔ غونډه كښې د نورو نه علاوه د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د خېبر پښتوانخوا اعلٰې وزير پ??وېز خټك، د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ، د قانون او ا??صاف وزیر زاهد حامد، د منصوبه بندۍ كمېسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزیز او سینئر سول او عسکري چارواكو ګدون كولو ۔ كمېټۍ په فاټا اصلاحاتو د پارلمان او قبائيلي سيمو په مثبت غبرګون د اطمينان څرګندونه وكړه د كومې منظوري چې كابينې د مارچ په دويمه نيټه وركړې وه۔ كمېټۍ په اصلاحاتو د عملدرآمد عمل ګړندي كولو لپاره ځينې پرېكړه هم كړې ۔كمېټۍ د پوليس په تندۍ سره د بهرتي كولو ا?? د تربيې نه پس د پوليس چارو ترسره كولو لپاره څه شمېره زياتولو له د اېف سي بيا د سره د بهرتۍ منظورة وركړه ۔ لنډې مودې لپاره هم د مناسب انتظامي نظام جوړولو پرېكړه شوې او د لنډې مودې لپاره د چيف اپرېټرنګ افسر چوكۍ هم د جوړولو پرېكړه شوې۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ كمېټي د تېرو څو كلونو په مهال ټوله فاټا كښې د رياستي رټ په ځائې كولو په اړه د ترلاسه شويو كاميابيو ٬ امنيتي او د پولو ا??فراسټركچر ودې لپاره د پورته كړې شويو ا??داماتو ا?? پرمختيائي هلو ځلو نه خبر كړه۔ وزیراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې د دې اصلاحاتو بنيادي مقصد د فاټا د اولس ژوند ښه كول دي چا چې د تېرو دريو لسيزو په مهال د اوږد جنګ ٬اړي ګړي او په لويه كچه د بې كوره كېدو ستونزې زغملي دي