اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دې پاکستان د رنځونو او معذورو مخنيوي لپاره ډبلي?? اېچ او سره په ګډه د كار كولو خوښي لري٬ د صحت په اړه پائيداره پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره د صحت په قامي وژن له كار كوو ۔ وز??راعظم دا خبرې د ډبلی?? اېچ او ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېدروس اېډهينوم ګېبريواوسس سره په خبرو كښې وكړې چا چې خپل پلاوي سره د نهې په ورځ شاهد خاقان عباسي سره وز??راعظم هاٶس كښې وليدل ۔ وزیراعظم پلاوي ته ووئيل پاكستان په تېرو څلورو كالو كښې د صحت په اړه مهم اصلاحات كړې او د وز??راعظم قامي صحت پروګرام ئې پېل كړې چې له مخې ئې د ټولنې بې وز??ه طبقې ته د صحت ويړيا اسانۍ وركولې شي كوم چې تاريخي اقدام دے۔ وزیراعظم د دارواګونو ښه رېګولېټري نظام ٬ د داروګانو باركوډنګ ٬ ډرګ ټېسټنګ او د نړيوال معيار له مخې څارنې او ماشومانو لپاره حفاظتي واكسين پروګرام كښې پياوړې ښه والي نه پلاوي خبر كړو۔ وز??راعظم په دې خبره زور رواړو چې پاكستان د پوليو بشپړه خاتمې عزم لري او په دې لړ كښې ئې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې چې اعتراف ئې اعلٰې نړيوال ټېكنيكل فو??مو??ه هم كوي۔ د ډبلی?? اېچ او ډائرېكټر جنرل ډاكټر ټېدروس اېډهينوم ګېبريواوسس د ادارې د 64 سيمه ايزې كمېټۍ په كوربتوب كولو د وز??راعظم او د پاكستان د حكومت مننه وكړه۔ د يادونې وړ ده د ډبلی?? اېچ او 64مه سيمه ايزې كمېټۍ غونډه د 9م اكتوبر نه تر 12 اكتوبر په اسلام آباد كښې كېږي۔ ده ووئيل ډبلي?? اېچ او د صحت په اړه اصلاحاتو كښې هدفونه ترلاسه كولو له د پاكستان زياته مرسته كول غواړي۔ په دې موقع سائره افضل تارړ٬ د ډبلي?? اېچ او استازي او د صحت سينئر چارواكي هم موجود وو۔(وا/ض ض/ګ ل/1945)