اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړو د امريكائي اولس مشر لخوا مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو د پرېكړې غندنه كولو س??ه وئيلي دې د ټرمپ اقدام د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده٬ بايد اسلامي هېوادونه يو موټې شي او امريكې ته ځواب وركړي٬ اسلامي هېوادونه دې د امريكې سفيران وشړي٬ د چين ٬ روسيې ٬ اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو لخوا د امريكې د پرېكړې په ضد غبرګون د ستائنې وړ دے٬ مقبوضه كشمير او فلسطين كښې زياته رياستي ترهه ګري كېږي٬ د امريكائي اولس مشر پرېكړه د درېم عظيم جنګ پېش خېمه ثابېتېدې شي٬ اسلامي هېوادونه دې په امريكې تېل بند كړي٬ پاكستان دې په دې معامله قائدانه كردار ادا كړي۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونده ??ښې د غړو لخوا د امريكائي اولس مشر لخوا مقبوضه بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو د پرېكړې غندنه كړې ده ۔ د پيپلز ګوند پارلماني لارښود سيد نويد قمر ووئيل د اسلامي تاريخ توره ورځ ده او د امريكائي سفارت مقبوضه بېت المقدس ته د منتقل كې??و به بې شمېره اثرات رامخې ته شي٬ مسلمانان انتشار سره مخ دي او د يو بل په ضد اتحاد كوي چې ګټه ترې د اسلام دښمنان پورته كوي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د سياسي اختلافاتو باوجود د فلسطين او كشمير په كشاله دا اتفاق لرو٬ لوېديز هېوادونه د امريكې د دې اقدام مخالف دې۔ ده ??وئيل حكومت د پاكستاني اولس د جذباتو ترجماني كولو س??ه سمه پرېكړه كړې او د دې اقدام ئې غندنه كړې۔ مولانا امیر زمان ووئيل د ټرمپ اقدام د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو سنګينه خلاف ورزي ده ۔ ده ??وئيل ملګري ملتونه د كشمير او فلسطين په مسئله خپل قراردادونه نشي عملي كولې۔ ده ??وئيل اسلامي هېوادونه دې په امريكې تېل بند كړي٬ پاكستان دې په دې معامله قائدانه كردار ادا كړي۔ صاحبزادہ طا??ق اللہ ووئيل ټرمپ د اسلام د دښمنۍ يو بل ثبوت وركړې خو دې پرېكړې سره به ټوله اسلامي نړۍ يو موټې شي٬ ده ??وئېل د چين ٬ روسيې ٬ اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو لخوا د امريكې د پرېكړې په ضد غبرګون د ستائنې دے۔ ده ??وئيل امريكائي سفير دې رابللو س??ي او د ټرمپ د پرېكړې په ضد احتجاج سره سره د پاكستاني اولس د لخوا د سخت غبرګون نه دې خبر كړې شي ۔ حاجی غلام احمد بلور ووئيل د امريكائي اولس مشر پرېكړه د درېم عظيم جنګ پېش خېمه ثابېتېدې شي۔ محمد اعجاز الحق ووئيل د ټرمپ پرېكړې ن?? پس د مسلمانانو امتحان دے چې ھغوي اوس هم يو موټې كې??ې شي او كنه ٬ مقبوضه كشمير او فلسطين كښې زياته رياستي ترهه ګري كېږي۔ ده ??وئيل د غندنې قرارداد منظورۍ نه هېڅ نه جوړېږي پاكستان له پكار دي چې ھغه په دې معامله قائدانه كردار ولوبوي۔ آفتاب احمد شېرپاؤ د ټرمټ د پرېكړې غندنه كولو س??ه ووئيل دې سرې ټوله اسلامي نړۍ ځپلې شوې او دې سره به اړي ګړې لا زيات شي۔