اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د نړيوال مالياتي فنډ پوسټ پروګرام مانېټرنګ پلاوي د پاكستان دورې په مهال د خزانې وزارت چارواكو سره د تكنيكي مذاكراتو پړاؤنه ترسره كړل۔ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په مذاكراتي عمل كښې د پاكستان نمائندګي د خزانې سې??تر شاهد محمود او د آئي اېم اېف د پلاوي مشري هير لډ فنګر وكړه۔ د تكنيكي مذاكراتو په مهال په مېكرو اكنامك صو??تح??ل٬ د توان د څانګې په پرمختګ او د مالياتي٬ سماجي څانګو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په روانو پرمختيائي پروګرامونو تفصيلي خبرې وشوې۔ د مذاكراتو په پېل كېدو د خزانې سې??تر د آئي اېم اېف پلاوي ته د هېواد د معيشت په اړه تفصيلي ب??يفنګ وركړو او وې وئيل چې د هېواد معيشت په درست پلو روان دے ا?? اقتصادي اشارئې مثبتې دي۔ پلاوې د سكوك او يورو بانډز د اجرا په اړه هم خبر كړے شو۔ د آئي اېم اېف پلاوي د حكومت هڅې وستائيلې۔ د جمعې په ورځ پلاوي د پاكستان د دولتي ب??نك ګورنر طارق باجوه سره ملاقات وكړو۔ پلاوي د خالي په ورځ بېلا بېلو حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ د آئي اېم اېف پلاوي په كال 2013م كښې خپله وروستې دوره كړې وه۔