اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي٬ مونږ د دوي د وينې ?? هر څاڅكې قرضداري يو٬ ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيرا??ظم دا خبرې د شهيد اے آئي جي اشرف نور كورنۍ سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د ??مع?? پهورځ پ?? وزيرا??ظم افس كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ اے آئي جي اشرف نور د نومبر په 24مه نيټه خپل ګاډي كښې د ترهګرو ??ه بزدلانه بريد كښې شهيد شوې ٶ۔وزيرا??ظم د سينئر پوليس چارواكي د بې مثاله قربانۍ ستائنه كولو سره ووئيل د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكارو د مورني هېواد تحفظ لپاره لوي قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل ټول قام دې قربانيو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې زمونږ د خاورې مېړنو ځامنو د وظيفې ترسره كولو په مهال وركړې۔ده ووئيل مونږ د دوي د وينې ?? هر څاڅكې قرضداري يو٬ كوم مشن لپاره چې زمونږ شهيدانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې ھغه مشن به ترد ترهګرو تر انجامه رسولو دوام دار وي۔ وزيراعطم شاهد خاقان عباسي غمژنۍ كورنۍ له باور وركړو چې د وفاق واكمن به د شهيدانو د كورنيو هره ممكنه مرسته كوي