اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) دوه كاله وړاندې په اسلام آباد كښې بې دركه شوې افغان ماشوم د پاكستان ??كومت په هڅ?? خپلې كورنۍ سره يوځاې شو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې د خېرسګالۍ جذبې له مخې 13 كلن عبدالله په پاكستان كښې دافغانستان نائب سفير ته وسپارلو۔13 كلن عبدالله دوه كاله وړاندې د خپل پلار علاج لپاره م??ر او پلار او دوه وروڼو سره پاكستان ??ه راغلے و٬په اسلام آباد كښې عبدالله د خپل م??ر او پلار نه بېل شوې وو خو د عبدالله ?? پلار د ناڅاپي مرګ له امله د هغه كورنۍ ته د عبدالله لټولو موقع په لاس ورنه راغله او د هغه مور په زړه ستړې د عبدالله نورو دوه وروڼو سره افغانستان ??ه لاړه۔په اسلام آباد ګښې پوليسو ته د نومبر په اوومه نېټه كال 2015م كښې عبدالله په لاس ورغلو خو د هغه م??ر او پل??ر پېدا نه شول ځكه افغان ماشوم چائلډ پروټېكشن اينډ ويلفيئر بيورو ته وسپارل شو چرته چې ماشوم ته د تعليم٬روغتيا او د نفسياتي لارښونې پشمول د كور پشان ماحول وركړی شو۔دې سره سره د ماشوم د م??ر او پلار لټولو لړۍ هم روانه وه۔په كابل كښې د پاكستان ??فارت او د سي پي اېنډ ډبليو بي په هڅ?? په جولائي كال 2017م كښې د ماشوم د كورنۍ په افغانستان كښې درك ولګولې شو۔د ماشوم د مشرانو په خواست ماشوم خپلې كورنۍ سره يوځاې كولو لپاره خارجه وزارت انتظامات وكړل او د خارجه وزارت په هڅ?? عبدالله خپلې كورنۍ ته ورسېدو۔د جمعې پھ ورځ په خارجه دفتر كښې د يوې دستورې په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه 13 كلن عبدالله د افغانستان ډپټي هيډ آف مشنز ته وسپارلو۔د افغانستان ډپټي هېډ آف مشنز په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت٬خارجه وزارت٬سي پي اېن ډبليو بي او په كابل كښې د پاكستان ?? سفارت مننه وكړه