کهوټه ۔ 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي پاكستان څخه د برېښنا او ګاز كمبوت لرې كړې شوې۔ د كلونو نيمګړې منصوبې مو پايې ته رسولي۔ سره د ناوړه حالاتو د هېواد د خپلواكۍ سودا كولو نه غېر مو معيشت مضبوط كړې۔ د مسلم لیګ (ن) كارونه چا نه پټ پناه نه دي۔ د هېواد په ګوټ ګوټ كښې پرمختيائي منصوبې ترسره كېږي۔ د 2018ء په ټول ټاكنو كښې به هم اولس نواز شريف او مسلم ليګ (ن) ته درناوې وبخښي۔ د پنډۍ کهوټه سړك به مانسهرې څخه تر مير ??ور موټروے منصوبې سره تړلې شي۔ دې سره به ټول منطقه د پرمختګ په لاره روانه شي۔ ده د خالي په ورځ د پنډۍ کهوټه سړک دوه لارې كولو منصوبې بنياد اېښودلو دستورې او اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ ده ??وئيل زه نن د وزيراعظم په حېث په اولني ځل خپلې حلقې ته راغلې يم۔ زه باور لرم چی راروان?? ټاكنو كښې به كاميابي مسلم ليګ (ن) او نواز شريف ترلاسه كوي۔ ده ??وئيل په دې حلقه كښې د برېښنا ٬ ګاز ٬ سكول ٬ سړكونو او اوبو سكيمونه مسلم ليګ (ن) ترسره كړي دي۔ هم دا حالت د ټول پاكستان دے۔ دا سړك به د 5 نيم اربه روپو په مصرف پايې ته رسولې شي۔ په كال 2008ء كښې چې نواز شريف كومه وعده ??ړې وه هغه نن ترسره شوه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټول عمري د خدمت او شرافت سياست ته وده ??ركړې۔ مونږ د هېواد د پرمختګ سياست ته وده ??ركړې۔ ده ??وئيل د نواز شريف په اړه د عدالت پرېكړه مونږ قبوله كړې۔ ده ??وئيل د نواز شريف څخه وروستو اوس مونږ د هغه مشن مخ په وړاندې بوځو۔ ده ??وئيل د تعليم نه غېر كومه سيمه پرمختګ كولې نه شي۔ ده ??هوټه كښې د پوهنتون جوړولو اعلان وكړو۔ ده ??وئيل راروانه مياشت كښې به په دې كار پېل شي۔ ده ??وئيل د كهوټه د انجونو او هلكانو سكولونه به هایئر سکېنډری جوړولې شي۔ په دې مهال ده د هېلت کارډ دائرہ تر پنډۍ ضلغې او كهوټه پراخا كولو اعلان هم وكړو۔ ده ??وئيل 100 فيصد سيمو ته به برېښنا وركولې شي او د كهوټه هر يونيم كونسل ته به ګاز رسولې شي۔ په دې مهال زلمو لپاره كهوټه كښې د سټېډيم جوړولو هم وزيراعظم اعلان وكړو۔ ده ??وئيل د پرمختيائي منصوبو په سوب به د جولائي ټول ټاكنو كښې اولس نواز شريف او مسلم ليګ نون ته درناوې وبخښي۔ د خپل تقرير ??ه پايه كښې وزيراعظم د “پاکستان زندہ باد” نعرې پورته كړې۔ په دې مهال د اطلاعاتو او خپرونو وزيره مريم اورنګزېب ٬ وفاقي وزيره سائره افضل تارړ ٬ طارق فضل چوهدري او يو شمېر نور وزيران موجود وو۔