اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د پښتونخوا ملي عوا??ي ګوند مشر محمو?? خان اچكزئي وئېلي دي چې په سېنېټ كښې چې څه شوي هغه د تاريخ تر ټولو تور داغ دې٬مونږ د جمهوريت جنګ بائيللې۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته محمو?? خان اچكزئي ووئيل چې د نجي كاروائي ورځ ده خو په ډېره مهمه مسئله تاريخي آئيني فرض ادا كولو لپاره خبره كوم۔ده و??ئيل چې پاكستان د وفاقي اكائيو مجموعه ده او ټول ځان ته پاكستانې و??ئي٬مونږ ټول د آئين په سبب يو بل سره تړلي يو۔سېنېټ هاؤس آف فېډرېشن دې كه په دې كښې د زور او زر استعمال وشي نو د پاكستان بنيادونه به و??ړزېږي۔د بلوچستان ټاكنو په اړه مو د بهرنۍ مداخلې خبره كړې وه او د وزيراعظم څخه مو غوښتنه كړې وه چې د دې پلټنې دې و??ي۔ده د مير جعفر او صادق د غدارۍ او د ټيپو سلطان د شهادت حواله وركړه او و?? وئېل چې د دې په نتيجه كښې نيمه وچه 300 كاله په غلامۍ كښې پاتې شوه۔ده و??ئيل چې ټولو جمهوري قوتونو ته خواست كوم چې زمونږ د اتحاد او اتفاق وخت راغلې٬زه د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو په مينځ كښې د جنګ سپاهي يم٬زه آئين سره يم٬د آئين نه د تجاوز كونكو ملګرتيا نه شم كولې