پنډۍ 16 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جن??ال قمر جاوېد باجوه د جمعې په ورځ د پېښور هېډ كوارټر او خېبر ايجنسۍ دوره وكړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې كور هېډ كوارټرز كښې د پوځ سرلښكر ته فاټا او خېبر پختونخوا كښې د امنيت صورتحال او د آپرېشن رد الفساد په ا??ه بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ په دې مهال په عارضي توګه د بې كوره شويو كورنيو او پرمختيائي منصوبو په ا??ه هم ووئيل?? شؤ۔ د بيان ترمخه د پوځ سرلښكر خېبر ايجنسۍ كښې په پاك افغان پوله د باړ لګولو كار ??اج واخست۔ ده سيمه كښې تعينات د پاك پوځ افرانو ٬ ځوانانو او قبائلي مشرانو سره هم ملاقات وكړو او د امن او امان صورتحال په ځائې كولو له ئې ددوئي قربانۍ وستائلې۔ ده سيمه كښې د امن په ځائې كېدل باوري كولو له د امنيتي ځواكونو د مرستې هم ستائنه وكړه۔ ده باور وركړو چې امن او د سلامتيا صورتحال باوري كولو له ??وا??ې هڅې به مېوه راوړي۔ كور كمانډر پېښور او آئي جي اېف سي خېبر پختونخوا هم دوره كښې شريك وو۔