اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كه د هند لخوا په كنټرول ل??ئن او وركنګ باؤنډري د ډزبندۍ او بلااشتعال خل??ف ورزۍ بندې نه شوې نو تاؤ تريخوالي به تر خطرناكه حده زيات شي٬د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرو عناصرو په خاتمه كښې مو ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې ٬بايد نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د لويو قربانو اعتر??ف وكړي۔ده دا خبرې په چين كښې د باؤ فورم په موقع د ملګرو ملتونو عمومي ??ېك??ر انتونيو ګويترس سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د هند لخوا د ډزبندۍ د خل??ف ورزو په نتيجه كښې تاؤ تريخوالې زيات شوې او له امله يې د بې ګناه وګړو د شهادت پیښې رامينځ ته كېږي۔وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې په ورانېدونكې صورتحال او د هند د قابضو ځواكونو لخوا د بې ګناه كشميريانو په عامه وژنه اندېښنه وښودله۔وزيراعظم پھ مقبوضه كشمير كښې د هن??ي ځواكونو لخوا د چره ايزو ټ??پك?? په كارولو هم اندېښنه وښودله او وې وئېل پاكستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلې سوله ايز حل غواړي۔ده ووئيل بايد ملګري ملتونه پھ مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم او ستم په ډاګه كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد د پاكستان د عزم پخلي سره وزيراعظم ووئيل پاكستان په دې لړ كښې زيرو ټالرنس پالېسي خپله كړې۔وزيراعظم د روهنګيا مسلمانانو په حالت هم اندېښنه وښودله۔د ملګرو ملتونو عمومي ??ېك??ر د ترهه ګر مخ نيوي٬د افغان كډوالو سره د انساني همدردۍ په بنياد مرسته او د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د پاكستان د كردار اعتر??ف وكړو۔عمومي ??ېك??ر ووئيل هغه د كشمير په مسئله د مذاكراتو ملاتړ كوي۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔