باؤ (چين) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي تېل او ګاز څانګه سي پېك پروژه كښې ځانګړې حېثيت لري٬د ??ين سرمايه كارې كمپنۍ دې زړه راښكونكې اسانۍ لرونكې د بر??ښنا څانګې پرمختګ كښې همكاري وكړي۔ده دا خبرې د نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن آف چائنه ايډمنسټرېټر نوئر بيكلے سره ملاقات كښې وكړې۔وزيراعظم په ??اكستان كښې د توان په ??مي قابو موندلو لپاره د سي پیك د توان پروژو كردار وستائېلو او په دې لړ كښې د چينائي حكومت او اېن اي اے د مرستې مننه وكړه۔ده ووئيل دا پروژې بر??ښنا وركوي او د پاكستان په شمال كښې د اوبو څخه د بر??ښنا پېدا كولو او پھ جنوب كښې په تر ضلع كښې د ځايې سكرو په بنياد په ??روژو كار روان دے۔ده ووئيل په ??اكستان كښې د سكرو٬اوبو٬شمسي توان او د هوا ??خه د بر??ښنا پېدا كولو پراخا موقعې موجود دي۔وزيراعظم د دواړو خوا د توان پوهانو ترمينځه په تبادله خيال د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل نجي څانګه د پاكستان د معيشت په ??ده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل اوسنې حكومت قوي پالېسي فريم ورك معرفي كړی۔وزيراعظم د اېن اي اے او د پاكستاني حكومت ترمينځه د مرستې لا مستحكمېدو له هيله څرګنده كړه۔ده د ??ين سرمايه كارو او كمپنو ته بلنه وركړه چې د پاكستان د بر??ښنا څانګې د پرمختګ په عمل كښې همكاري وكړي۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال٬په ??ين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو