دوشنبې 18 جون (اے پي پي) د اولس مشر ممنون حسېن د ګل په ورځ په څلور ورځنې ??ركاري دوره د تاجكستان پايه تخت دوشنبې ته په رسېدو تود هركلې و??ړے شو چرته به چې هغه د اوبو په موضوع د لوړې كچې په كنفرنس كښې د پاكست??ني پلاوي مشري كوي٬ دا كنفرنس د جون د 20 نېټې نه د جون تر 21مه نېټه د تاجكستان په پايه تخت دوشنبې كښې كېږي۔ د تاجكستان نائب وزيراعظم ذاكر زاده محمد طاهر د دوشنبې په هوائي ا ډه د اولس مشر ممنون حسېن تود هركلې و??ړو۔ په دې موقع په تاجكستان كښې د پاكستان سفير٬ په پاكستان كښې د تاجكستان سفير او د سفار?? اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ يوې ماشومې په روايتي انداز كښې اولس مشر ته ګلدسته وړاندې كړه۔ د دې نه پس د تاجكستان نائب وزيراعظم په هوائي اډه اولس مشر سره مختصر ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ اولس مشر ممنون حسېن به د څلور ورځنې ??ركاري دورې په مهال د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف سره د دوه اړخيزه مذاكراتو نه علاوه د اوبو په اړه كنفرنس كښې ګډون كوي۔ د كنفرنس اهتمام تاجكستان د ملګرو ملتونو د يو اېن ډي اي اېس اے څانګې او نورو شراكتدارو په مرسته كړے۔ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير اقبال سومرو اے پي پي سره په خبرو كښې و??ئيل چې اولس مشر ممنون حسېن او اولس مشر امام علي رحمانوف به د ملاقات په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په لا ټينګولو خبرې كوي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه اوسنې ?? دوه اړخيزه كلن تجارت حجم 42 مليونه ډالر دے۔ دواړه مشران به تجارتي حجم 500 مليونه ډالرو ته په رسولو هم غور كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن به د تاجكستان خپلې وړومبې دورې په مهال د تاجكستان وزيراعظم او د تاجكستان د مجلس شورا سپيكر سره هم ملاقاتونه كوي۔ پاكست??ني سفير هيله څرګنده كړه چې د اولس مشر ممنون حسېن دا دوره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اوسنيو نزدې او د دوستې اړيكو په لا ټينګولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ اولس مشر دا دوره د تاجكستان اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه كوي۔ د اولس مشر دوره او پاكست??ني وزيراعظم وروستې دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو او د سيمه ايزو روابطو لا مستحكم كولو د پاكستان د وژن عكاسي كوي۔