اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی)د پاکستان تحریک انصاف چیئرمین عمران خان وئيلي دي پاكستان د ايران په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره ??جارت كول غواړي۔ پاكستان د ايران او سعودي عربستان ترمينځھ تعميري او مثبت رول لوبولو له چمتو دے۔ پاكستانې معيشت په خپلو پښو ودرول زمونږ تر ټولو اولنې هدف دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه عمران خان د ايران سفير مهدي هنر دوست سره ??خالي په ورځ بني ګاله كښې ملاقات كښې وكړه۔د تحریک انصاف میډیا سنټر ترمخه ايراني سفير عمران خان ته ټ??كنو كښې په كاميابۍ د ايران اولس مشر لخوا د مباركۍ پېغام وركړو۔ ملاقات كښې دوهم چيئرمېن شاہ محمود قرېشی، شیریں مزاریي او نعیم الحق هم موجود وو۔ عمران خان خپلو خبرو كښې ووئيل زه د ايران دورې او د تاريخي ځايونو ليدلو كښې خوښي لرم۔ ایرانی سفیر ووئيل پاكستان سره ?? مرستې او همكارۍ ټولې لارې پرانستلې دي۔ ده ووئيل ايران پاكستان ګا?? پائپ لائن م??صوبه د پاكستان سباؤن بدلولې شي۔ ايران ددې منصوبې په اړه پاكستان سره ??عميري خبرو ته چمتو دے۔ ده ووئيل اايران به منطقه كښی امن لپاره ?? پاكستان د وړاندېزونو هركلې كوي۔