پېښور 03 ستمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا لنډ مهاله ګو??نر مشتاق غني د وزيراعظم عمران خان لخوا په ټول هېواد كښې د “10 بلینه ټری سونامی” كمپائن په لړ كښې د ګل په ورځ ګو??نر هاؤس پېښور كښې ونه نال كړې۔ په دې مهال لنډ مهاله ګو??نر ووئيل د تېر صوبائي حكومت لخوا خېبر پختونخوا كښې د 1 بلين ټري كامياب كمپائن نه وروستو د وفاقي حكومت لخوا د 10 اربه ونو نالولو كمپائن پېل كړې شوې ٬ دغسې چې هېواد شين او ښېرازه ج??ړ كړې شي۔ ده زياته كړه چې ونه نالول صدقه جارية ده او په ټول هېواد كښې دا كمپائن كاميابولو له به ټولې وسيلې كارولې شي