اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او څپرونو وفاقي وزير چوهدر?? فواد حسېن وئېلي دي ?? پاكستان تحري?? انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض په ځاې په بهرنۍ سرمايه كارۍ باور لري٬سعودي ??ربستان په پاكستان كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كولو له خوښي لري٬سعودي ??ه په ګوادر كښې آئل ريفائنري لګوي٬حكومت سپيځلې احتساب سره مخ په وړاندې روان دے ٬په سباؤن كښې به د احتساب عمل لا تندولې شي٬د هېواد او قام پېسه پټوونكو له به حساب وركول وي٬اسحاق ډار چې د اولس كومه پېسه پټه كړې هغه به په هر صورت بېرته راوړلې شي او د پاكست??ن اولس هم دغه غواړي۔ده پنډ دادنخان٬كهيوړه او په جهلم كښې بېلو دستورو ته خطاب كولو۔وفاقي وزير د آئي سي آئي د اړخه د كهيوړه اولس له د څښكلو پاكو اوبو وركولو له د وركړو جرنېټرو٬ د سپيريئر كالج پنډ دادنخان پرانسته هم وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان لپاره يو لويې زيرې دا هم دے چې د تحري?? انصاف حكومت د بهرنيو هېوادونو څخه د قرض اخستلو په ځاې په بهرنۍ سرمايه كارۍ زور راوړي۔ وفاقې وزير ووئېل د وزيراعظم عمران خان د سعودي ??ورې نه پس د سعودي ??كومت اعلٰی كچ پلاوې پاكستان ته د سرمايه كارۍ په غرض راغلې او په ډېرو څانګو كښې سرمايه كارۍ له هغوي سره خبرې شوي