کابل۔ 15 دسمبر (اے پی پی) چین،پاکستان او افغانستان وئيلي دي مونږ په يو بل تورونه لګولو سره امن ترلاسه ك??لې نه شؤ۔ مونږ داسې ګاونډي هېوادونه يو چې يو بل څخه جدا كېدې نه شؤ۔ د باور جوړېدل يو ځائې ناستې سره ممكن دي۔ د چين پاكستان او افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو نه وروستو د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كښې افغان خارجه وزير صلاح الدين رباني ووئيل افغانستان ډېرې مسئلې وزغملې۔ افغانستان كښې تشدد مخ په زياتېدو دې۔ ده ووئيل يو ځائې ناستې سره د اعتماد جوړېدل ممكن دي۔ مونږ په يو بل تورونو لګولو سره امن ترلاسه ك??لې نه شؤ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاكستان د افغانستان ګاونډي هېواد دے۔ پاكستان ټول عمري افغانستان كښې د امن او صلې هڅو ملاتړ كړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هغه كسانو چا چې د عسكري حل خبرې ك??لې هغوي نن د مفاهمت او خبرو اترو عمل ملاتړ كوي۔ د پ??لې دواړو اړخو ته ډېر زيات خلق وژلې شوي دي۔ ډېر لوئې زيان مو پورته كړې۔ اوس د وړاندې تلو وخت ??اغ??ې۔ افغانستان كښې امن زمونږ دواړو هېوادونو په ګټه دې۔ ستاسو خوشحالۍ زمونږ خوشحالۍ د??۔ راځۍ چې په عملي توګه مخ په وړاندې لاړ شؤ۔ ده ووئ??ل چين د دواړو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ سره د مفاهمتي عمل كاميابۍ له خپل كردار ترسره كوي۔ د چين خارجه وزير وانګ ژی ووئيل مونږ يو بل ذمه وار ګرځ??لې نه شؤ۔ پاك چين غوره ملګري او مهم ستراتېجيكي همكاران دي۔ مونږ داسې ګاونډي هېوادونه يو چې يو بل څخه جدا كېدې نه شو۔ ده ووئ??ل چين ددواړو هېوادونو د ملګري په حېث د دواړو هېوادونو د مذاكراتو د لارې په يو بل د باور بحالۍ له كردار ترسره كوي۔ وانګ ژی ووئيل جنګونه د كومې مسئلې حل نه وي۔ ده ووئيل د نني مذاكراتو مقصد هم دا وو چې پاكستان او افغانستان يو بل ته نزدې كړې شي۔ د افغان مسئلې پائيدار حل په افغانانو مشتمل مفاهمتي عمل كښې دې۔ ده په طالبانو زور راوړلو سره ووئ??ل چې هغوي د امن موقع څخه ګټه پورته كولو سره د مذاكراتو مېز ته راش??۔ راروان كال كښې به د افغانستان آزادي د 100 كالو شي۔ په دې موقع افغان اولس ته تر ټولو غوره ډالۍ د امن ورك??لې كېدې شي۔