اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوي دي چې افغان حکومت د سلامتیا غیر معمولی صورتحال په وجه د پاکستانی بنديا??و د شميرې د معلوماتو تبادله نه ده كړې، حکومت د مجرمانو تبادل?? په مفاهمتی یادداښت ک??ر كوي،د خ??ل كار بشپړيدو نه پس به لاس ليك له ایم او یو افغانستان سره تبادله كولې شي۔ د زيارت په ورځ په سېنېټ كښې د پوښت??و دم?? په مهال د سناتور لیاقت خان ترکئی د پوښتن?? په ځواب د خارجه وزارت د اړخه تحریری ځواب كښې ووئيل شول چې افغانستان كښې د سلامتیا غیر معمولی صورتحال دے چرته چې د معلوماتو نشتوالې پاکستان لپاره افغانستان كښې د پاکستانی بنديانو قانونی معاونت كول مشکل شوي۔ افغانستان كښې زمونږ سفارتخانه او قونصل خانه د نورو ذريعو څخه د پاکستانی بنديانو معلومات ترلاسه كوي او ټول ممکنه معاونت وركوي، د افغانستان په زندانونو كښې د پاکستانی بنديانو مسئله پاکستان باقاعدګۍ سره پورته كړې۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی په 15 ستمبر 2018ء د كابل خپلې دور?? په مهال دا مسئله افغان قیادت سره پورته كړې۔