اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ ماښام پېنډۍ كښې د بې نظير بهټو شهيد روغتون ناڅاپي دوره كړې۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صحت وفاقي ??زير عامر كيا??ي٬ د وزيراعظ?? خاص مرستيال افتخار دراني او سناتور فېصل جاوېد هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع وفاقي ??زير په روغتون كښې د رنځوانو ته د ترلاسه آسانيو په اړه وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم په روغتون كښې د صحت آسانيو٬ اولس ته د وركولې كېدونكي درملنې د معيار او د روغت??ن د صفائۍ او د داروګانو د صورتحال جاج هم واخستو۔ په دې موقع وزیراعظم د زچه بچه وارډ پشمول د روغت??ن د بېلا بېلو څانګو هم دوره وكړه ۔ وزيراعظم په روغتون كښې د بستر رنځوانو تپوس پوښتنه كولو سره د درملنۍ د اسانيو په اړه هم معلومات ترلاسه كړل۔ وزیراعظم په روغتون كښې د رنځورانو خپلوانو سره هم خبرې اترې وكړې۔ وزيراعظم روغتون ته د جديد آلاتو وركولو ٬ په آسانيو كښې اضافې او د رنځونو تشخ??ص ٬ درملنې او آئي سي يو څانګې ته د لا آسانيو وركولو هم سپارښتنه وكړه