نیویارك 21 ستمبر (اے پی پی) د آزاد جمو ك??مير اولس مشر سردار مسعود احمد خان وئېلي دي د مقبوضه كشمير اولس به د خپلې آزادۍ لپاره د حق خود ارادايت تح??يك تر كاميابۍ روان ساتي٬د شخړيز كشمير حل لپاره ملګري ملتونه مناسب فورم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستاني او ك??ميري كميونټۍ دستورې ته خپل خطاب كښې كړې۔سردار مسعود احمد خان ووئيل د شخړيز كشمير حل لپاره ملګري ملتونه يو ښه او مناسب فورم دے چې د كومو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كېدې شي او وخت راغلې چې ملګري ملتونه د كشمير حل لپاره په هند فشار واچوي ځكه چې ملګرو ملتونو ته د كشمير پ?? اړه قراردادونو ته د نړيوالو مشرانو ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د هند څخه د خپلې آزادۍ او حقونو ترلاسه كولو تح??يك روان ساتلو حق لرې۔ده ووئيل مونږ د كشمير مسئل?? پرامن حل غواړو۔د آزاد كشمير اولس او پاكستانے قام د خپلو مظلومو ك??ميريانو وروڼو سره زلاړ دے