اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ناصر خان جنجوعه د پاكستان او مينځني آسيا رياست تاجكستان ترمينځه تعليم او اولسي رابطو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دې د دې پھ ??تي??ه كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ده دا خبره د تاجكستان سفير شېخ ع??ي جونونوف سره ملاقات كښې كړی۔ناصر خان جنجوعه و??ئيل پاكستان تاجكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔پاكستان او تاجكستان يو بل ستراتېژېكي همكاري لري۔په ملاقات كښې د قامي سلامتيا سلاحكار د تاجكستان دورې جاج واخستلې شو۔ناصر خان جنجوعه و??ئيل پاكستان او تاجكستان ترمينځه پھ بېلو څانګو كښې د مرستې موقعې شته او پاكستان تاجكستان سره رابطو ته د پراختيا وركولو موقعې لري بايد تاجكستان د دې څخه استفاده و??ړي۔د تاجكستان سفير د قامي سلامتيا صلاحكار د تاجكستان پھ دوره د اطمينان څرګندونه و??ړه او ده له يې پھ كاميابه دوره مباركي وركړه۔ده و??ئيل د قامي سلامتيا صلاحكار دورې پھ اړه د دوشنبے څخه ښھ فيډ بېك ترلاسه شوې او دې سره دواړه هېوادونه يو بل ته نور هم نزدې شوي ۔ده و??ئيل پاكستان د تاجكستان سره پھ بېلو څانګو كښې اړيكو ته د پراختيا وركولو خوښي لري۔ده و??ئيل د امن او سلامتيا په اړه پھ سيمه ايزو او نړيوالو چارو دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔ده د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې د پاكستان د عز?? او كردار اعتراف وكړو