اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار سره د ټې??س اصلاحاتو كمېسون د عملدرآمد كم??ټۍ غړو ليدلي۔ د ملاقات په مهال د ټې??س نظام د اپ ګرېډېشن پ?? طريقو خبرې اترې وشوې۔ د كم??ټۍ چيئرمېن او د وزيراعطم ريونيو لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان او د اېف بي آر چارواكي ??م په ملاقات كښې موجود وو۔ وفاقي وزير د ټې??س اصلاحاتو كمېسون د كار ستائنه كولو سره ووئيل حكومت د تجويز كړې شوې اصلاحاتو د نفاذ عزم لري او په دې لړ كښې د ټې??س اصلاحاتو د عملدرآمد كمېټي جوړه كړې شوه ده۔ ده ووئيل د رېونيو وصولۍ٬ ټې??س وركوٶنكو ته آسانۍ او د ټې??س نظام د موثر انتظام پحقله د سفارشاتو په ترجيحاتو به په موثره توګه عملدرامد كولې شي۔ په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل تر 18م اكتوبر د جمع شويو ګوشوارو شمېره 4 لكه 6 زره 310 رېكارډ كړې شوې كومه چې د تېر كال په دومره موده كښې يو لك 92 زره 59 وه۔ د خزانې وزير په دې لړ كښې د اېف بي آر چارواكو ته د هلو ځلو روانو ساتلو تاكيد ??كړو