اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دې پاكستان د خ??ل ګاٶنډي اسلامي هېواد پشمول ټولو اسلامي هېوادونو سره خپلو اړيكو ته په در??ه سترګه ګوري٬ اسلامي نړۍ له به پېښو ستونزو نه خلاصي له شريكه لائحه جوړول وي۔ ده دا خبرې پاكستان كښې د ايران او آذربائيجان سفيرانو سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ دو?? سره ملاقات كولو۔ د ايران سفير مهدي هنردوست سره خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې۔ د آذربائيجان سفير علی علیزادہ سره ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خ??الاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع سپيكر ووئيل پاكستان آذربائيجان سره پارلماني رابطې لا فعاله كول غواړي كومې چې د دواړ?? هېوادونو ترمينځه د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره وده موندلې شي