ملګري ملتونه 21 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي په افغانستان ??ښې امن په پوځي طاقت نه بلكې په خبرو اترو او تفاهم ممكن دے۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان ??ه وضعه بحث كښې پاكستانې استازې ووئيل مذاكرات او پوځي طاقت يو بل سره مطابقت نه لري او په يو وخت د دواړو استعمال سره به په افغانستان ??ښې د استحكام نشتوالې او د افغان اولس ستونزې زياتې شي۔ هغې ووئيل پ??كستان تل د افغانستان د مسئلې په سياسي حل ټينګار كړے او په دغه هېواد كښې د خبرو د لارې د امن ودې لپاره مرستې كولو ته چمتو دے۔ هغې ووئيل نړيواله ټولنه په يقيني توګه په افغانستان ??ښې امن لپاره مهم كردار ترس??ه كولې شي خو بايد د دغې عمل مشري د افغان اولس په لاسو كښې وي۔ پاكستانې استازې په دې موقع افغان طالبانو ته خواست وكړو چې تشدد پرېږدي او خ??رو اترو ته كېښنې۔ پاكستانې استازې ووئيل پ??كستان د ترهګرې په ضد نړيوال جنګ كښې لوئې ځاني او مالي قر??ان?? وركړې دي۔