اسلام آباد 10 ج??ور?? (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن م??ا رضا رباني په قصور كښې 7 كلنې ماشومې سر?? د زياتي او د قتل په دړدونكې پیښه د سخت خفګان او د اندېښنې څرګندونه كولو سر?? ??ئې??ي دي چې واقعي زمونږ ټولنه لاندې پريوتو څرګندونه كوي٬د داسې پیښو مخ نيوي لپاره د ټولنې ټولو طبقو ته په ګډه د كار كولو ضرورت دې٬د دې مخ نيوي لپاره ?? قانون سازۍ او د يوې مستقل ادارې ضرورت دې۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ميا رضا رباني ووئيل چې د دې څخه وړاندې هم په قصور كښې ماشومانو سر?? د زياتي پېښې رامينځ ته شوي دي چې په ضد يې نه يوازې سېنېټ قرارداد پاس كړې بلكې د ايوان لخوا دا اندېښنه څرګنده كړې شوې وه چې دا معامله به څو ورځې په مېډيا كښې د پاتې كېدو نه پس روكه شي ځكه حكومت دې د ماشومانو تحفظ لپاره د اوږدې مودې اقدامات وكړي چې دغسې پیښې بيا رامينځ ته نه شي۔معامله د ايوان لخوا د سېنېټ د بشري حقونو فنكشنل كمېټۍ ته دې هدايت سر?? لېږلې شوې وه چې اړوند ادارو او حكومت سر?? په ګډه دې په دې لړ كښې حكمت عملي وضعه كړی شي او قانون سازي دې وكړې شي٬دا تجويز مې هم وركړی وو چې په دې لړ كښې د يو مستقل ادارې ضرورت دې٬دې سر?? مو حكومت ته ??ئې??ي وو چې هغه دې په دې لړ كښې د نړيوالو قوانينو په رڼا كښې قانون سازي وكړي۔كوم لپاره چې د تعزيرات پاكستان په باب 20م كوم چې د مېرمنو د حقونو په اړه دې٬د ماشومانو په ضد د جرائمو مخ نيوي لپاره د نوې سېكشن اضافه كېدې شي۔په دې نوي سېكشن كښې په ماشومانو د ظلم٬فحاشۍ او د جنسي زياتي سر?? سر?? د ماشومانو ?? قاچاق مخ نيوي لپاره ?? قانون سازۍ تجويز هم شامل وو۔د ايوان د هداياتو په رڼا كښې اړوند كمېتۍ اړوند ادارو او حكومت سر?? پرله پسې رابطه وكړه او د ماشومانو په اړه يې په قانون سازۍ كښې كردار ادا كړو۔ميا رضا رباني ووئيل چې ماشومانو سر?? د زياتي او په خاص توګه د داسې پیښو مخ نيوي لپاره په قوانينو په سختۍ سر?? د عمل كولو او مجرمانو ته د سزا وركولو ضرورت دې چې دغسې د دې ډول انسانيت سوز پېښو خاتمه وكړې شي