اسلام آباد 08 فروری (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې وفاقی حکومت د ګني د كروندګرو مسئلو څخه خبر دې خو د ګني د ??خس??لو او ټاكلې شوې بيعې وركول د صوبائی حکومتونو په دائرہ کار كښې راځي٬صوبې دې په دې اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده دا خبره د قامی غذائی تحفظ دوهم وزير سیّد ایاز علی شاہ شیرازی سر?? په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت په ورځ ده سر?? ليدلي۔ د ملاقات په مهال ده په سندھ صوبه كښې د ګنې كروندګرو او د هغوي د فصل ??خس??لو او ټاكلې شوې بيعې په اړه د پېښو ستونزو څخه و??ير??عظم خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل وفاقی حکومت د ګني د كروندګرو ستونزو څخه په بشپړه توګه خب?? دے، د ګني د ??خس??لو او ټاكلې شوي بيعې باورې كول د صوبائی حکومتونو په دائرہ کار كښې راځي خو وفاقی حکومت او وفاقی کابینې د كروندګرو په ستونزو د خپلو تشویش څرګندونې سر?? صوبو ته سپارښتنه كړې چې په دې لړ كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي دغسې چې كروندګرو له د فصل په وخت او د ټاكلې بيعې له مخې ادائیګی باوري كړې شي