اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې صلاحكار مفتاح اسماعیل وئيلي دي معیشت د پرمختګ پلو روان دې، پاکستان بلیک لسټ كښې د شاملولو سوال هم نه پیدا كېږي، نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بيعه زياتيدو سره د اوګرا په سفارشات د پيټروليم مصنوعاتو بيعه زياته شوې، مسلم لیګ (ن) به سېنېټ ټاكنو كښې ښك??ره اکثریت ترلاسه كوي۔د زيارت پھ ورځ ?? پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ?? پاکستان معیشت د پرمختګ پلو روان دې، مونږ سکوك بانډز نیویارك كښې خرڅ كړې دي، د معیشت ښه له والې چې څه ??يدل هغه مو كړې ۔ده ووئيل اینټی منی لانډرنګ قوانین ښه دي ، په هغې عملدرآمد شوې ۔ ده ووئيل پاکستان په بلیك لسټ كښې د شاملولو سوال هم نه پيدا كېږي په دې اړه بې بنسټه ډنډورې سمې نه دي۔ مفتاح اسماعیل د پټرولیم مصنوعا?? بيعې زياتولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل نړيواله منډۍ كښې د پټرولیم مصنوعاتو بيعه زياتيدو سره د اوګرا په سفارشات هېواد كښې د پيټروليم مصنوعاتو بيعه زياته شوې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسلم لیګ (ن) به د سېنېټ په ټاكنو كښې ښك??ره اکثریت ترلاسه كوي