اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د احتساب د قومي بيور﴿ نېب﴾ چيئرمېن جسټس ﴿ر﴾ جاوېد اقبال د نېب د لاهور ډپټي ډائرېكټر رمضان په كار كښې د نااهلې او د سركاري فرائضو څخه د غفلت كولو په نتيجه كښې معطل كړے۔ د نېب وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې و??يلي شوي دي چې په دې لړ كښې د انكوائرې كولو حكم وركړے شوے۔ ډپټي ډائرېكټر نېب لاهور رمضان ته به د ده په ضد د لګول شويو تورونو په اړه د قانون له مخې د صفائې كولو موقع وركولې شي۔ له بلې خوا د سكهر د نېب ډپټي ډائرېكټر كاشف ممتاز ګوندل په ضد پلټنې پېل كړې شو?? دي كوم چې د نېب چيئرمېن ??ه هدايت درې مياشتو لپاره معطل كړے شوے و۔ دغسې د نېب چيئرمېن ??ه هدايت د نېب 85 افسرانو او اهلكارو په ضد پلټنې شو?? دي چې پكښې 23 افسران او اهلكار د نوكرې څخه برخاست كولو سره لوئې سزاګانې و??كړې شو?? دي٬ِ دغسې 32 افسرانو او اهلكارو ته بېلا بېل ډول سزاګانې و??كړې شو?? دي۔ د نېب چيئرمېن وئيلي دي چې احتساب ټولو لپاره خود احتسابي ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې د احتساب قومي بيور د هېواد څخه د بدعنوانې خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔