اسلام آباد ۔24مئی (اے پی پی)د مسلم ليګ (ن) د قومي اسمبلۍ غړو غوښتنه كړې چې حكومت دې د هندي ډزو په نتيجه كښې په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډرۍ د وسېدونكو ځپليو كورنيو ستونزو ازالې له په سمدستي توګه مرسته اعلان كړي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ (ن) غړې ثريا اصغر د اعتراض په نكته وو??يل په بارډر وسېدونكې وګړي د هند لخوا د بې درېغه ډزو په سوب سختو ستونزو سره مخ دي۔ د دې ځپليو كورني?? خېر ښېګړې له بايد كومه اداره يا كمېټي جوړه كړې شي۔ زاهد حامد ددې د موقف تائيد كولو سره وو??يل د ډزو په نتيجه كښې د شهيد او ژوبل شويو كسانو كورنيو له دې معاوضه اعلان كړې شي۔ وفاقی وزیر دانیال عزیز وو??يل په وركنګ باؤنډرۍ پرله پسې ډزې كېږي د صوبائي او وفاقي حكومتونو لخوا په دې لړ كښې بايد كوټلي ګامونه پورته كړې شي۔