اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) قومي احتساب بيورو ﴿نېب﴾ په كراچې٬ اسلام آباد او ګلګت بلتستان كښې په بېلا بېلو ځايونو چاپې وهلو سره د 63 اربه روپو پي اېس او ??ه سكېنډل كښې ككړ پنځه پخواني اعلٰي چارواكي ونيول۔ په نيول شويو كسانو كښې د پي اېس او سي اېل پخوانې جنرل ??نېجر سپلائي اختر ضمير٬ پخوانې چيف آپرېټنګ افيسر بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ كامران افتخار٬ د بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ پخوانې صدر قېصر جمال د كراچې څخه او ??خوانې جنرل ??نېجر (ریټېل ،کنزیومر بزنس) پي اېس ??و او چیف ایګزیکټیو آفیسر جن پټرولیم سید ذوالفقار علی جعفری د اسلام آباد څخه او ??خوانې سينئر جنرل ??نېجر مارکيټنګ پي اېس او ډاکټر سید نذر اے زیدي د هنزه ګلګت بلتستان څخه ګرفتار كړے شو۔ په تورنو بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ ته د 2.43 اربه روپو د ماليت د ??ام تيلو د غېر قانوني ټهېكې وركولو تور دے٬ په كال 2008/9 كښې په دې لړ كښې كومه ادائيګي نه ده شوې۔ د پي اېس ??و انتظاميې په كال 2012م كښې پې اېس او ته پېروليم منصوعات سپلائي كولو لپاره بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ سره د پېټروليم مصنوعاتو د اخستلو او خرڅولو غېر قانوني لوظنامه كړې وه حالانكه بائيكو پاكستان پېټروليم لمېټډ په كال 2013م كښې جوړه كړې شوې۔ د غېر قانوني ټهېكې څخه قومي خزانې ته د 60 اربه روپو زيان رسېدلې۔ معلومه شوې چې د پي اېس ??و انتظاميې په كال 2012م كښې يوه بله غېر قانوني لوظنامه هم كړې او د دې له ام??ه هم قومي خزانې ته لوي زيان رسېدلې۔ د كراچې څخه نيول شوې تورن به جسماني ريمانډ لپاره نن د كراچې په احتساب عدالت كښې وړاندې كولې شي۔ تورن اختر ضمير او ??ېصر جمال د وړاندې نه د دريارلس ورځو په ريمانډ د نېب په تحويل كښې دي۔